IQNA

د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو مقدماتی مرحله د مرغومې  دمیاشتې له ۲۳پیلیږی

6:52 - January 11, 2023
د خبر لمبر: 3486736
ایکنا-(تهران) ددایران د اسلامی جمهوریت د  قرآن دنړیوالو سیالیو دمقدماتی مرحلې قضاؤت  دمرغومې دمیاشتې له درویشتمې نیټې په مشهد کې پيلیږي  او دجیووري پلاوی یا قاضیان به  دسیالیوپه دغې مرحلې  کې د ګډون کونکو یو سل څلور څلویښت  قاریانو تریوې اونۍ پورې  ارزونه وکړي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، داسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ  دمقدماتي مرحلې قضاؤت په مجازي یا وبینار له لارې اود قاضیانو د پلاوي په جوړیدا سره په مشهد کې ترسره شي.

د سیایلیو ددغې مرحلې قضاؤت به تر پنځو ورځو پورې  روان وي ، د مرغومې دمیاشتې په ۲۳ او ۲۴نیټه  به د میرمنو دبرخې د فایلونو قضاؤت وشي او دهمدغې میاشتې په ۲۵ تر ۲۷نیټې پورې به د سړیو  د برخې  دفایلونو قضاؤت  ترسره شي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت دقرآن کریم دنړیوالو سیالیو نهه دیرشم پړاؤ د میرمنو او سړیو په دوو برخو کې ترسره کیږي او د میرمنو په برخې کې د ټول قرآن حفظ اوترتیل د قرائت په دوو برخو سیالۍ کیږي او  دسړیو په برخې کې هم  په درو برخو کې ،د قرآن کریم د حفظ ،ترتیل قرائت او څیړنې قرائت په برخو کې ترسره کیږي

د سیالۍ په دغې مرحلې کې  داتیاؤ هیوادونو  یو سل شپږ څلویښټ ګډون کونکي برخه اخلي  چې په هیوادونو کې د ایران دسیاسی نمایندګیو اوکلتوري خونو کې ریکارډ شوي دي او  اوس ئې قاضیان قضاؤت کوي.

 په همدې اساس د سړیو  د ټول قرآن دحفط په څانګې کې ۵۴فایلونه ، د میرمنو د ټول حفظ، ۲۲فایلونه، د میرمنو د ترتیل ۱۳فایلونه،د سړیو دقرائت ۳۲فایلونه او د سړیو دتریتل  هم ۲۵فایلونه  د سیالیو دترسره کونکي کمیټې منګولو ته رسیدلي  دي اوپه پنځو ورځو کې  به ئې قضاؤت وشي.د  اوقاف او  دخیریه  چارو د ادارې د قرآنی  برخې  دمرکز دمدیرانو د  اعلان په اساس، ددغې مرحلې غوره کسان  به چې  دسړیو په برخې کې به ۳۵ او د میرمنو په برخې کې هم شل کسان وي ، ددغو سیالیو په فائينل کې به  چې د پیغمبر اکرم له مبعث سره په یووخت

captcha